کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه
 

اوښکې

زه ورته غوږومه جانانه ستالیمې غږیدې
خواږه خواږه یې څه ویل خوږې خوږې غږیدې

چې درکاته مې پوهیدم چې په بلا به اوړم
زړه مې منل چرې پسته پسته پستې غږیدې

له توروڅڼودې را الوتې زما په لوري
ځان یې عنبروکې مینځلی و وږمې غږیدې

خدای دې لري څومره هوښیارې وې ستاشوخې سترګې
هم یې غمازڅاره هم ماته پسخیدې غږیدې

لیوني حسن دې دلمرپه سترګه وارکړی و
زرینې وړانګې دې په غیږکې تویدې غږیدې

نن ورته غوږوه په حیرت دملکوت سندره
دبنګړوشرنګ کې دې شیرینې څه نغمې غږیدې

ښه مې په زړه دي چې اول ځل یې زمانوم اخیسته
په پستوشونډودې بې دریغه اندیښنې غږیدې

په سپین بارخوچې دې راتوي شوې درته څه یې ویل
چې غضري درڅخه تلم اوښکې دې مړې غږیدې
ساجرسعودي عرب

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.