د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

ډيوه

ښکلي چې ارمان مې ترارمانه پوري وسړي
ځان ته مې بې ځانه ترخپل ځانه پوري وسړي

تيرمې ترقسم کړي په پښتومې خاورې واړوې
دردچې مې بې باکه تردمانه پوري وسړي

ستوری شي ډيوه ځوانې دشپوپه غيږکې وکري
ديدته مې نظرترکهکشانه پوري وسړي

تورؤربل ته څنډورکړي کړۍ کوۍ په مخ راشي
خدای ږويوکافرترمسلمانه پوري وسړي

اوښکه اوښکه ژوندمې دجانان په بڼوټکواږه
خدای خبرچې کله ترګريوانه پوري وسړي

نقل دتصويردې ديوسف نوم ځان وښې
ستامينه مې ياره ترکنعانه پورې وسړي

ته واچې اوښان يې په شکرورابارکړي دي
زوق مې انخاب کې ترکاروانه پوري وسړي


ښه يې غضرې په دې سحيل کې خو هوښيار وسه
نه چې ليونتوب دې ترطوپانه پورې وسړې

----------------------
له کاروان څخه منظورپيرمحمدکارون دی

  د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.