کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه
 

د وريځو پلو

جام مې په سرپورته کړم اوبوکې سپوږمۍ وڅیښم
توره تند مړه کړم په سپیدوکې سپوږمۍ وڅیښم

ستا دلیونتوب کیسه په بام ورسره تیره کړم
ځیرځیر ورته ګورم په کتوکې سپوږمۍ وځیښم

وخاندي بیا مخ ته دورېځې پلو ونیسي
زه وايم چې ته یې تلوسوکې سپوږمې وڅیښم

ښه مې دزاهدفتوا په زړه وي خو خواږه اشنا
ځان باندي پوه نه شم ستا لیموکې سپوږمۍ وڅیښم

پرخه پرخه زړه مې ستا لاله ځوانۍ ته پور ورکړ
ماچې تنده واخلي ستاآینو کې سپوږمۍ وڅیښم

سږکه داهاړګرمۍهغسي زوراخستی وو
غلی به دیاردمخ خولوکې سپوږمۍ وڅیښم

ماته به شي تنده غضري ددې غنچه ستوریو
زه چې دجانان سړوچینوکې سپوږمۍ وڅیښم
ساجرسعودي عرب

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.