کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه
 

د نغمو ژبه

راشه چې پښتوژبه دروښیم
مسته دنغموژبه دروښیم

جنګ ته چې زلمي په خرخشوبیایې
داسي دنغموژبه دروښیم

دروندبه شې جانانه دسپین غرغوندي
بس چې ددرنوژبه دروښیم

توره چې ملالې په میوندکې کړه
هغه دټپو ژبه دروښیم

پوه به دخیبرپه خړوتړوشې
ښکلې چې دغرو ژبه دروښیم

ګرانه راځه روح دې ګلورینه کړم
سمه دسپرلوژبه دروښیم

څنګه په حیاجانان ته ګورې څوک
ځه چې دلیموژبه دروښیم

نن لاغضري دښکلیو پیریمه
راشه دبنګړوژبه دروښیم
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.