د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

دهنداروکيږدۍ

دهنداروپه کيږدۍ کې کاڼي وسي
اوريدلي مې سپږمۍ کې کاڼي وسي

چې وښکنځلم هله مې يقين شو
چې دښکليوپه خولګۍ کې کاڼي وسي

دجانان خاطردی څه وکړم رقيبه
ګنې تاته مې مرۍ کې کاڼي وسي

دادې ګلوارزوګل وطن ته يوسه
ليوني يوزموږځولۍ کې کاڼي وسي

دنغموژبه موخدای ږوليږترخه ده
نن صبازموږشپيلۍ کې کاڼي وسي

دردسلګۍ اوپريادونه موپيشه دې
ياره زوږپه زيندګۍ کې کاڼي وسي

چې په سردفرنګ پريوتل نوپوه شو
چې ټپه دملالۍ کې کاڼي وسي

غضرې هسې دې هم تعلې سپيرې وې
دالابله چې سپرغۍ کې کاڼي وسي

  د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.