کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه
 

انځور

ماخپله روح لوستې ستانوم پکې جانان وخاته
ښکلې داستادحسن ګل زما په ګریوان وخاته

نه مې کعبې ته روایت شته نه جمات ته تلای شم
ستادکافر اوربل انځورزماپه ایمان وخاته

چې مې لیدلی نه وخدایږو ورته زړه نازړه وم
ستامحبت خوخوږزبور اوسپین قران وخاته

رقیبه نور دې زمادزړه هستۍ ته لاره نه شته
دزړه په سمڅوکې مې لعل دبدخشان وخاته

نوربه مې زړه لکه دستړي جرس نه غږوم
دقسمت ستوری دمنزل په کهکشان وخاته

بڼوویشتلم خولیمودې غیږکې ونیومه
د درد په ځاله کې یوخوږغوندي درمان وخاته

غضري خیال به دې دښکلیوپه لیموکې ګرزي
که دعرفان لمرپه کاله کې دافغان وخاته

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.