اهاړ
دامې ارزوده چې دژوندپه
تندي
يوه بي عنوانه ترانه
وليکم
يوداسي کلک مزی له
توريوجوړکړم
چې دښکلاوزرپري وتړمه
څوپه بدرنګوکوڅو وانه
لوزي
پريږده چې پوه شي
دبدرنګوکلې
چې ښکلاڅه ته ويې
پريږده چې تشي شي
دغرونوغيږي
دلمرله زيړي ځوانۍ
هسي يې هم په سرولمبوکې
سوزو
ښه ده چې ونه شي په زمکه
ګلان
چې دانسان له وينو پاکه
نه شي
ورته ونه غواړئ دخيرباران
ښه ده چې دادسپينوستورو
رمې
له سندرمارې سپږمۍ وتريږي
ورپسي ستړې شي نوکان ووږي
ستونيکې وچه شي
دژوندسندره
له دې پخواچې څوک بې درد
يې واوري
سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې
هيله
شپيلۍ يې ستړې شي له
ستړيونغمو
مخ ترينه پټ کړي په کفن
سندره
پريږده چې وپوهيږي ستړی
انسان
دغه خوارګوټکی دابې وزله
دامورمړی انسان
چې په زخمي لاسوډبرې دڅره
ک ماته وي
چې داهاړګرمي ديوي ډوډۍ
په طمع ګالي
اوهغۀ بله مورهم وپوهيږي
چې ستومانې يې صورت
اوبواوبوکو
چې دشيرخواربچي په خلوکې
يې چوشک ورکړی
اوهغۀ بلې ووکلنې لورته
په لاس کې دوه کيلوڅټک
ورکړی
پريږده چې پوه شي چې دوۍ
څه کړي دي
له خپل برخليک سره له
خپله لاسه
دچاپه خولويې اعتمادکړی
دی
کوم اينده ته يې مسيږي
ارمان
غواړم چې پوه شي دابدمرغه
خلک
چې زموږنړۍ ته شيطانان
راغلي
په سپين کميس کې دانسان
په بڼه
دوينوتږي ښاماران راغلي
دانسانيت په لمن داغ لګوي
زما اوستاپه نوم قومونه
وژني
خپل ليوني وحشت په
سراخستي
پيړۍ يې وسوي ميلتونه
وژني
لابه ترڅوزموږپه غوږوکې
څاڅې
د دروغژن نيجات ترخې خبرې
ولې موخوښ دی دابدمرغه
انسان
چې دانسان مرګ ته اټم
جوړه وي
يو ورځ به دغه داټم ښاغلی
زموږپه کورونوکې ماتم
جوړهوي