د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دعا
سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي وادېخله دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم
ګوره د فقير کچکول کې تاج د سکندر پروت دی زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم
زه يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه زه ملنګ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يم
يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د جانان غواړم زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم
هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلی زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم
تشه دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره! ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم
د ارواښاد غني خان شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.