د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
بـــابـــا ته
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته ديزه يې لولم هره شپه دوباره دوباره
کله خاندم کله ژاړم لېونی يمای زما په بند کې پروت غريبه پلاره
نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يېمصيبت دی ستا غيرت ته غيرت داره
چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشتهستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره
ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځېزه کوږ زغلم لکه او ښه بې مهاره
ستا د زړه فواردې ډکې دي د مينېزما زړه وچ کوهي نه لري يو داره
پروا نشته که په منډه منډه مړ شمفقط ستا او د خپل قام د نوم لپاره
د ارواښاد غني خان شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.