د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
سوزګداز ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو ما انګړ د لېمو فرش ورته په نیاز کړو په لوندوالي د وزرو اوس خبر شو چې يې فکر تر مادي پورې پرواز کړو زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګې برېښي لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو کم يې مه ګڼه تر خوان د بادشا هانو که په ویړ تندي چا وړاندې درته پیاز کړو عا قبت ته د هستۍ به کله پام کړو که به يې فکر تل د حال او د اغاز کړو بډاینه په ثروت سراب لیدل دي استغنا غني حسن غریب نواز کړو
د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.