د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
ښکلامروت په هغو سترګو کې خمار دالفت پاتي نه شو ځواني ورځه اوس دلغزش ضرورت پاتي نه شو دنظر ژبې ئې کیسې کړې یو پر بله پسې ګلابي شونډو ته ئې ځکه فرصت پاتي نه شو داسې عادت کړمه قفس دخلوتونو سره چې په وزرو کې مې شوق د الوت پاتي نه شو چې ئې هوا پلو اوچت کړي مخ په څڼوکړي پټ په دې مالت کې د ښکلا مروت پاتي نه شو چې مو تر منځ شول دبیلتون دکنګلونو غرونه دا مو په مینه کې هغه حرارت پاتي نه شو مونږ چې لمنې کړې داغونوته خورې حسنه دمحبت په لاله زار کې تهمت پاتي نه شو
د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.