د ښاغلي دروېش "دراني" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

له يوه بل، له بله بل څراغ بل کړی دی موږ
چې تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ

درواغ يې مه ګڼه که څوک درته دا وايي دلته
چې نه مو کور شته او نه خپل څراغ  بل کړی دی موږ

تورې تيارې د پښتنو په طرف  باندې شړو
ناست يو په کور کې د مغل  څراغ  بل کړی دی موږ

موږ په هغو خلکو کې نه يو چې ويلای شي دا
چې په دنيا کې اول ځل  څراغ  بل کړی دی موږ

دروېشه داسې نو يو مخ  توره تياره هم نه ده
اوس په پښتو کې د غزل څراغ  بل کړی دی موږ

د ښاغلي دروېش "دراني" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.