د ښاغلي دروېش "دراني" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

دا ستا د زړه و خواته در روان دی بل سړی
زه نه يم اوس مالک د دا مکان دی بل سړی

ددغه ښار ځپلي که نازېږي ټول په ما
ددغه ښار پر ښکلو باندې ګران دی بل سړی

زه نه يم، زه خو ستوري هومره لري يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لکه پېزوان  دی بل سړی

پخوا به دې تل زه درګډولم په خپل غم
خو نن دې لوند د اوښکو په باران  دی بل سړی

دروېشه په دې کلي کې دی دا عجب رواج
چې تـُــوري يو سړی وهي او خان   دی بل سړی

د ښاغلي دروېش "دراني" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.