د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل زړه کې مې شور کري هغه لکه تصویر غلی دی د پرهر ژلي خوب په کړیکو کې تعبیر غلی دی ستا د بنګړو هنګامه ولې په ګودر کښې نشته ؟ مه پوښته ما چې شور مې ولې د زنځیر غلی دی ؟ له کاږه زړه نه به د یار آخر انکار راوؤځي د دې کمان تر شا زما مرګ ته یو تیر غلی دی زما په سپینو سپینو اوښکو باندې ذکر کوي په خانقاه کې مې د زړه د مینې پیر غلی دی بدرنګ دیوان یې له دربار نه ښاپېرۍ تښتوي د پاچا ژبه یې تړلې ده وزیر غلی دی د بارودي رنجو غبار به یې پر ستوني ناست وي درمله دلته چې آواز د بم او زیر غلی دی
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.