د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل راشه خپل انځور پکې دباب غوندې راواړوه زړه مې د سندرو د کتاب غوندې راواړوه مونږه لکه پرښې درته شپې پر اغزو تېرې کړې اوس خو مخ ظالمې! د ګلاب غوندې راواړوه زړونه ستا راتلو ته پر لمبو د انتظار ولاړ خدای دې پر دې للمو د درياب غوندې راواړوه ژوند څه دی ؟ څو شپې په توپاني درياب کې تېرې کړه کډه په شا بېرته د حباب غوندې راواړوه تش ګوګل به وګورې زما چې څومره شور لري ته پرې تار د څڼو د رباب غوندې راواړوه بس ستا د موسکا يوه ځلا غواړي زما اوښکې ماتو ملغلرو ته څه آب غوندې راواړوه خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کښې لږه د سپېڅلي انقلاب غوندې راواړوه
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.