د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل نن خو لکه خوب په شنه سهار کې راته یاد شوې غره غوندې ښایسته یې او په ښار کې راته یاد شوې پورته مې بل ګام د میکدې په لوري نه کړو مسته یاره ته په نیمه لار کې راته یاد شوې توره شپه ده ستوري مې په سترګو کې غړیږي اخ روښانه لمره ! په غبار کې راته یاد شوې څوک ؤ ، رانه هېر دی اوس ، خو دومره راته یاد شي ناست وم د یو چا په انتظار کې راته یاد شوې بیا دې د جبین خال ته ورکړی نوی رنګ دی بیا چې دخپل زړه په لاله زار کې راته یاد شوې
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.