د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل منمه وي به یو څو زړونه چې په مینه پایي خو دلته ډیر دي داسې خلک چې په وینه پایي د خسروي وختونو غرونه دی لار ونه تړي فرهاده ته چې نه وې څنګه به شیرینه پایي هغه چې ستا د عشق په دین نه وي تا نه پیژني جانانه پایي به منمه خو بې دینه پایي لکه شهید کابل بې ګوره بې کفنه پروت یم د زړه پر غوښو مې کارغان تر اباسینه پایي هغه له ستورو له سپوږمیو سره زړه تړلی درمل به څرنګه بې خاله بې جبینه پایي
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.