د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل کاڼي مات شه پر لاسونو د هندارو مؤمنان خو دې غالب وي پر کفارو له یو ښکلي سره تار د زړه پیوند کړه څو به درومې پر ګمنامو غوندې لارو خدایه زه چې پرې مین یم چاته خاندي للمې وسوې باران اوري پر شودیارو مهاجر د زړه د ړنګ کابل نه راغلم لمن نیسم ستا د سترګو د انصارو ما خو پټ ساته اشنا ستا د بڼو راز پسې چیغې کړې د زړه د وینو دارو
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.