د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل جار یې تر مړو سترګو باڼه چې په ادا پورته کړي د زړه پر څلي مې لاسونه د دعا پورته کړي پېغلې په چم کې کمې نه دي خو څوک داسې نشته چې مې لوېدلی توغ له لاسه د غزا پورته کړي قاتل نظر یې خدای خبر دی که شي موړ په وینو که جنازه هم پر اوږو د مسیحا پورته کړي هغه د خپلو مستو سترګو لېونی مه ګڼه هغه چې ستا په مخ کښې شونډو ته صهبا پورته کړي خدای دې بیا هغه مستانه بهار ته سوبه ورکړي چې سرې جنډې په غرو رغو کښې د سوما پورته کړي نګهت د څڼو یې وړي داسې رانه زړه درمله لکه د چا د سر نه سور سالو هوا پورته کړي
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.