د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل د دوؤ نغمو په څېر د ژوند په یوه تار کښې اوسو یا لکه دوه ستوري د مینې په مدار کښې اوسو چې دنګ قامت دې ګورم لمنځې او نښترې مې یاد له دنګو غرونو نه راغلي یو په ښار کښې اوسو ستا د جمال ستا د جلال په تصور کوؤ ژوند بس خو یوه شېبه په نور بله په نار کښې اوسو د یو جبین د آینې د ښکلولو په نیت وشوې مودې د ارمانونو په غبار کښې اوسو سیلۍ ! داهم ګوره چې پاتې یو د چا د پښو نه دې ته مو مه ګوره چې پلونه یو په لار کښې اوسو د بنګړو شور دې د هوا پیڅکه کښې غوټه کړه لږ ګني مړه کیږو ، د دنیا په های ناتار کښې اوسو چې په بدرنګو ورځو شپو کښې یو ژوندي درمله څه خو به وي ګني په کومې د ښامار کښې اوسو
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.