د ښاغلي بوريوال "کاکړ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

د سباوون په خاطر


راشه ته ما او زه به تا و بخښم
پر تېر وتنو باندې کاڼي کښېږدو
که مو په ګټه وای وهل د ولګو
چې تابه زما او ما به ستا وهلې
نو نن به ته هم د هستۍ مالک وای
او هم به زما وای پر سر تاج د شاهۍ
خو داسې نه وه
تېروتلي وو موږ
هسې په لمسه د بل
يو د بل مرګ ته راوتلي وو موږ
وينې زموږ تويې شوې
ګټه کم بل چا يوړه
چې له دې وروسته
خپلې پښې په تبر و نه وهو
خوښه دې نه ده
چې ته ما او زه به تا وبخښم
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو
.....................................
ها پښتنو دې ليا پخوا ويلي
بېخي پر ځای بېخي روښتيا ويلي .
بس چې څه تېر شو هغه هېر شو ؛
راشه چې ما او تا هم داسې وکړو
پر ځای د دې چې هغه تېره ګړۍ
په ژړا ولمانځو ماتم پرې وکړو
راشه چې پرېکړه وکړو
د خپل راتلونکي په باب
ودان کړو بيا هغه ويجاړ او نړېدلی وطن
هغه مسکن د  احمد،
هغه ټبر د ميرويس
ها د مېړونو ځالۍ
هغه فردوس پر مځکه
هغه له مينې سپېڅلتيا څخه ډک
ها رنګينيو او ښکلا څخه ډک
بيايې ده جګو غرو په ويړ لمنو
د ګلو کر وکړو ګلزارې يې کړو
بيا شمال لره وږمې راولو
بيا يې درو لره رمې راولو
د شپون شپېلۍ ته يې نغمې راولو
وچ چنارونو ته چينې راولو
بيا لکه زاڼې په قطار روانې
ګودر ته پېغلې پښتنې راولو
بيا يې راټول کړو ها ګلمخي ځوانان
چې بيا ملا وتړي په سرو دسملو
بيا هر اختر او هره ورځ د خوښۍ
په اتڼونو په ګډا ولمانځي
بيا هغه تللی مطرب
هام رور او زوېدلی مطرب
بېرته پخلا کړو تر هجرې راولو
چې بيا رباب له دړو و ټکوي
بيا ورته مات کړي زنګون
بيا يې له تاره ځخه شرنګ پورته کړي
بيا مو هو سا کړي څه دا ستړی احساس
بيا مو له زړونو څخه زنګ پورته کړي
............................................
پرون به پرېږدو ده عقبا په خاطر
راشه چې نن او د سبا په خاطر
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو
که مو په ګټه وای وهل د ولګو
چې تابه زما او ما به ستا وهلې
نو نن به ته هم د هستۍ مالک وای
او هم به زما وای پر سر تاج د شاهۍ
خو داسې نه وه
تېروتلي وو موږ
هسې په لمسه د بل
يو د بل مرګ ته راوتلي وو موږ
وينې زموږ تويې شوې
ګټه کم بل چا يوړه
چې له دې روسته
خپلې پښې په تبر و نه وهو
خوښه دې نه ده
چې ته ما او زه به تا وبخښم
پر تېروتنو باندې کاڼي کښېږدو.
 

د ښاغلي بوريوال "کاکړ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.