کـــور
│
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
شېخ فريد ته پاړکی شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې بهتري وي داسې وخت کې نه چې ظلم – په کوڅه کوڅه جاري وي داسې وخت کې نه وحشت چې – د پياوړو بيماري وي داسې وخت کې نه چې عقل – له سرونو فراري وي داسې وخت کې نه چې پايله – رسوايي ذلت خواري وي شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې هوښياري وي داسې وخت نه چې د جهل – په ولس کې سرداري وي داسې وخت نه انسانيت چې – په قدرت په زرداري وي داسې وخت نه چې له زهرو – مرمۍ ډکه د ښکاري وي داسې وخت نه چې له مينې – د وګړو بيزاري وي داسې وخت نه چې مشرق مري – د غربيانو سالاري وي داسې وخت نه چې مخلوق ټول – يا بندي يا فراري وي داسې وخت نه چې يو ناڅي – پر دا بل چې بمباري وي شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې کراري وي داسې وخت نه د سکوت رنځ – په وطن کې چې ساري وي داسې وخت نه چې جلاد ته – د محکوم ملت زاري وي داسې وخت نه چې مظلوم پړ – د ظالمو ملګري وي داسې وخت نه چې نه عدل – نه انصاف برابري وي شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله وفاداري وي داسې وخت نه چې په مينه – او وفا سوداګري وي داسې وخت نه چې په دروغو – اشنايي، دوستي، وروري وي داسې وخت نه چې حاکم دېو – په حريم کې د پري وي شېخ فريده سکوت مات کړه – څو به دا خر تاخري وي زور او ظلم ته سجدرې به – له الله به منکري وي په فطنو پسې به درومي – کليوال وي که ښاري وي مومنان به داړې واړې – په قدرت به ناست دهري وي مرګ ترې سل ځله بهتر دی – چوپه خوله که اجباري وي يو څه وايه که څه وشول – فيصله به د باري وي چې د مرګ په خوله کې داد کا – هماغه د ژوند زمري وي وظالم ته څه ويل هم – کله کله ناچاري وي شېخ فريده د زور مل شوې – ستا به څه بېکسياري وي .
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.