د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

سا راښکل بل څه ته وايي، زړه راښکون بېله مانا ده
زموږ کلي کې چې اوسي، د ژوندون بېله مانا ده

په رقيب دې نظر لګي، دومره پته راته شوې
ستا د سترګو کرونده کې د للون   بېله مانا ده

د انسان حيثيت داسې، لکه څنګه وخت ته ګوره
سبا نه دی لا راغلی، د پرون  بېله مانا ده

په يوه ننګرهار اوسي، څومره بېل بېل منزلونه
"پاچايي"
(۱) خبرې نورې او د "يون" (۲)  بېله مانا ده

زه هم خپله ليلا غواړم، تل په شان د مجنون ژاړم
خلک ولې راته وايي دجنون  بېله مانا ده

ډوب په ځان، ډوب په جهان کې، بېکسياره بېل بېل څيز دی
د جمنا بېله مانا ده، د جيحون  بېله مانا ده


(۱) لال پاچا ازمون،   (۲) اسماعيل يون

د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.