د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
لېونی
يو لېونی او يو هوښيار لېونی يو د سارا او يو د ښار لېونی
سره ورمخ شول د سپوږمۍ په رڼا يو بل ته دواړو وې باڅار لېونی
جنون سپين باز شو د پامير د غاړو عقل تراوسه لا پر لار لېونی
د ژوند پر سيمه يې دا يو ټکی شين يا خو باچا او يا په دار لېونی
لېوني ښکته پورته ډېر په جهان زموږ د ټول کلي سردار لېونی
څومره خوږه يې اشنايي ده سره عبدلمالک او "بېکسيار" لېونی
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.