د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

لاس مې په زړه مه ږده ويدې سندرې مه ويښوه
بې سور او تاله بې پردې سندرې مه ويښوه

دا اوس په نيمه شپه به ټول کلی په سر راواخلي
په تړمو اوښکو مې لمدې سندرې مه ويښوه

شپېلۍ دې ماته شه شپونکيه ټپې څله کوې؟
زما ګونګيانې له مودې سندرې مه ويښوه

ستا خطبه نه ده شېخه ختمه چې شېبه کې شي بيا
د لېونو د ميکدې سندرې مه ويښوه

اشنا لږ رنګ ورکړه لږ شرنګ ورکړه غزلې يې کړه
د  بېکسيار  بې ارادې سندرې مه ويښوه

د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.