د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

لمن مې سپينه ده په پورې غره د واورې په شان
کړې مې مينه ده په پورې غره د واورې په شان

چاته به څه وايم چې څنګه ښکلې، څومره ښکلې؟
ليلا حسينه ده په پورې غره د واورې په شان

زما په قتل سپين لمنی وخت هيچا ونه نيو
نه چې مې وينه ده په پورې غره د واورې په شان

رانه يې زړه وړی ګومان مې شي کوچۍ ده پېغله
او که دېشينه ده په پورې غره د واورې په شان

رقيبه ګوره ورته، ستا په کتو څه به يې کم
دومره سنګينه ده په پورې غره د واورې په شان

باغ کې سهار پر ګلو پرخه ورته کله رسي؟
په تن ورېښمينه ده په پورې غره د واورې په شان

محفل ته راغله بېکسياره! ور کتلای نشم
داسې وړانګينه ده په پورې غره د واورې په شان

د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.