د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
لکه مدام چې راپه ياد شوې خوب مې وتښتېده د زړه په کلي مې اباد شوې خوب مې وتښتېده
بېګاه نسکور چې په هوجره کې پروت ستا خيال راسره د چا وطن، د چا هېواد شوې خوب مې وتښتېده
کوم ماشومتوب، کوم زلميتوب، کومه ځواني قسمته؟ زما ژوندونه څه برباد شوې خوب مې وتښتېده
نه پسرلی شوې، نه ګلونه او نه پرخه اشنا تر خوا مې تېر لکه د باد شوې خوب مې وتښتېده
دومره د يار د مينې لومه کې وم خوښ بېکسيار چا غماز ووې چې ازاد شوې خوب مې وتښتېده
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.