د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
لکه خزان چې په اوږو کړه د بهار جنازه هسې په نن سبا د ده هم ګوره بار جنازه
ژوند همدغه معامله ده څومره سوچ چې وکړې هر زوی چې ګورې په اوږو يې ده د پلار جنازه
وخته لږ لږ مې هره ورځ ولې احساس راوژنې په دار مې وخېژونه وا مې خله يو وار جنازه
غواړم ثواب وګټم شکر مسلمان يم اخر ستړی په مرګ به يمه وړمه د اغيار جنازه
لاړ شه او کېنه بېکسياره ! هديره کې غلی دا نن سبا خلک کوي کله د خور جنازه
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.