د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
هسې خو نه ما بل بشر ونه ليد بيا هغسې ما د چا سترګو کې اثر ونه ليد بيا هغسې
ته پرې راتلې چې ترې راتلې به د لونګو وږمې تر تا مې وروسته پورې غر ونه ليد بيا هغسې
څنګه سپېره سپېره بيا وروسته نصيبونه د وخت په شنه اسمان مې زېړی لمر ونه ليد بيا هغسې
چې ترې زما مړي ژوندون به د ژوند سا اخيسته ولاړ اشنا مې په کنډر ونه ليد بيا هغسې
زه دې کوڅه کې تېرېدم به چې نيمکښی به شو قسم دی هيڅ مې هغه ور ونه ليد بيا هغسې
چې د منګيو او بنګړيو شور ترې کډه وکړه چا په دې بر ګودر محشر ونه ليد بيا هغسې
هسې اشنا چې ستا د هجر په شپه ما ليدلی ما بېکسيار هسې اوتر ونه ليد بيا هغسې
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.