د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
ژبه يې ګونګه کتابونه يې په زړه کې پراته بې لار به څنګه کتابونه يې په زړه کې پراته هضم به نه کړې دا نا لوستی دا پښې يبلی وطن د وخت نهنګه کتابونه يې په زړه کې پراته په خدای توکل سوچ په مرچل ورته ټوپکې ولاړ د کټ په لنګه کتابونه يې په زړه کې پراته د ژړاګن اشنا د زړه په حال به څنګه خبر تل چنګه پنګه کتابونه يې په زړه کې پراته هغه مات شاخ په روغ راپروت ټوله شپه باد ته ، ته وې چې غنګه غنګه کتابونه يې په زړه کې پراته د بېکسيار نه يې خبر له کاکه ګيه شومه نه يې له شنګه کتابونه يې په زړه کې پراته
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.