د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
راشه له ځانه سره راوله د وخت سندره جانانه څو به غږوو د سپېره بخت سندره د غلامۍ په خوب ويده دي بدلوي اړخونه د پښتانه لـه سره وتې اوس د تخت سندره جانان ته ومې کړه په زوَر په زېر په مد او په شد خو، وايې نه ورېده په زړه مې په زړه سخت سندره زما او يار په بېلتانه غمازان هسې ستړي زما او يار معامله د رنګ و رخت سندره د وطن پولي لکه بيا شي د کابل دروازې د کرزي واک اختيار چې داسې د پايتخت سندره د کندهار ځوانه پښتو ليکدود به کله ((سي)) جوړ لا به تر کله د سايې او د درخت سندره د بېکسيار کيسې ته څرنګه څوک غوږ ونيسي سر نه تر پايه د مړه ژوبل او کرخت سندره
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.