د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دا خو تش نظر دی کتل هم نه دي لا خو مې کتلي درته سم نه دي
ټول عالم يې ګرځوي په سترګو کې چا ويل چې ښکلي محترم نه دي
ما وې ستا د سترګو يو تعريف ليکم داسې يو رقم دي چې رقم نه دي
آه به مې لمبه کړي د رقيب اسره څه شو که سوکونه مې محکم نه دي
غواړم ځان سره يې بوځم خپل خيال ته دا رنګينې شپې د ژوند د غم نه دي
څله راته ستايې ددې چم خلک؟ ټيک ده وي به هر څه د کرم نه دي
ټيک يې راته څلی د خيال ونړاو چاوې چې ښېرې دې لکه بم نه دي
ژوند ته بېکسيار تل په اميد ګورم اوښکې به راځي مې د ماتم نه دي
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.