کــــــــور

|

 د شعرونو لومړي مخ

|  د ښاغلي بختيار ځندراڼ شعرونه
 

 

ژوند

ژوند مو ډیر لـــــوړوژورو کـــــــــې راوان دی
دمرګـــي په ســـوداګروکــــــــــــــــــې راوان دی

هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــــــګیږي
خوندترې اخلي ز وروروکـــــــــــــې راوان دی

مولاجـان پرې له ممبره نــــــــــارې وکـــــــــــړي
جنتــــي دی بختــــــــورو کـــــــــــــــې راوان دی

روښان فـــکره لا تراوسه پــــــــــــــدې انددي
هوساکیږي په ډالــــــروکــــــــــــــې راوان دی

بختیار بیاله جانان بیل شه خدایه خیرکړې
څوری واخیست مســــــــاپرو کې راوان دی

تبوک سعودي عرب

 
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.