ته راغلی وې ژڼکیه !
زموږ کلي ته په ورا کې
د اتڼ په لوی ډګر کې
ټول همزولي درپسې وو
ته له جوشه په مستۍ کې
تاوېدې را تاوېدلې
په سپین مخ به دې خورې
شوې
غېږې غېږې تورې څڼې
تا به شړک و داسې ور کړ
لکه غیل غشي چې ووځي
د لښکرو له لیندیو
***
***
***
ته راغلی وې ژڼکیه
زموږ کلي ته په ورا کې
عالمونه تماشې ته
د اتڼ دې در ولاړ وو
ستا د کلي زړو ښځو
سپېلني درته لوګي کړل
ستا د کلي دنګو جونو
درته خپل پاسته لاسونه
په وهلو کړل تڼاکې
هم زموږ د کلي جونو
ټولو سترګې وې در پاتې
ساه نیولي زموږ ژڼي
هک حیران دې وو مستۍ ته
هکې پکې وې در پاتې
د وړو او زاړو سترګې
ما وې ، نه چې ستا د کلي
ټولو جونو زړو کې تېر شي
چې دا کلی څه سپېره دی
ما وې هسې نه ووایي
چې ددې کلي دا پېغلې
څه بدنیتې، څومره شومې
نو مې ځکه ای ژڼکیه
ددې ټولو خلکو وړاندې
د اتڼ په لوی ډګر کې
لونګین درته لوګي کړل
....
ځاځي ۲۰ \۵ \ ۲۰۰۳