د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
راګ

دزړه ګلاب رانه پټکي کې څڼور يووړ
که ېې د تورو شپو په غيږ کې زيړي لمر يووړ؟

عشق مې د وياړ د حد تر بره رسيدلي و خو
دا د بخيل کلي شکونو رانه ژر يووړ

ته ځوانې مرګ شې اي انکاره ولې چوپ پاتې شوې؟
ښه دې ليدو رانه ېې زړه په يو نظر يووړ

داد ښارونو په لور تللې لار دې خداي بنده کړي
زمونږ د غره نه خو ېې هر يو بختور يووړ

يوليوني شاعر اخير هم په سندرو رانه
د زړه کچکول کې د ژوند واړه سمندر يووړ

راګ دې له شنو بنګړو او تال دې له چمبې بلينډې
ځان سره لرې نه راتلونکي مساپر يووړ،

د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.