د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

هاغه ماشوم وې چې تصویر دې راکه
زه ورته مسکه شوم چې څه پرې کوې؟
هغه وې ماته د شپې خوب نه راځي
ما وې چې دا نو په تصویر څه اړه؟
ده زر را ووې چې ډیوه بلیږي
او چې ډیوې ته ګورم ته وې پکې
ما ورته ووې ښه نوګوره ورته
هغه تصویر دی بل تصویر څه کوې؟
ده زر په سترګو خپل لاسونه کیښول
او اننګو کې ېې رنګ ونڅیدو
ویل ېې ډیوه خو ښکلولی نه شم
هم ېې په زړه پورې نیولې نه شم
ما پرې غوږ تاو کړ چې دا چا دي درته
دغه کږې وږې قیصې ښودلي؟
په وړو شونډو ېې مغروره مسکا
یو څو شیبې شوه غلې لره بره
ماورته وې چې لا ماشوم ېې ښکلیه
تا سره داسې قیصې بدې ښکاري
دده په سپین تندي کې کرښې راغلې
ویل ېې چې ما خو یو تصویر وغوښتو
څه ټول جهان خو درنه نه غواړمه
ما ورته وې چې راته ګران ملګریه
زه خو له تا څخه یم ډیره لویه
او ته له ما ېې ګرانه ډیر وړوکی
دده په سترګو کې ماشومې اوښکې
یو څو شیبې نرې نرې ځلیدې
بیا ېې زویرګو کې راته غلي ووې
یوه خبره کوم .........
دا زه منم چې یم له تا وړوکی
خو ستا تصویر دی بیا له ما وړوکی

د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.