د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
لارويه ! دا چې سرې شنې لوپټې دي دا راګونه د بنګړيو رم راغلي بيا ګودر ته د بدريو .....جينکيو ورته ګونګې چې نغمې دي د سيتار په هر يو تار کې چې ورک شوي دي سورونه دشپيليو له مريو دا چې لمر ورته زيړ پاتې چې له وړانګو ېې دم وتي دا مخونه ېې ليدلي د ګودر د ښاپيريو دا بې هوش چې دي ګلونه هم نشه د بنګو بوټي دا ېې بوي تر زړونو تير دي د لونګو د ځونډيو نو...رالنډ شه مساپره لارويه په پستو سپينو لاسونو چې ګلونه د نکريزو پري خواره واره اوده دي تا ته لپې لپې درکړم د چينې له سپينو مئيو تر زړګي دې په هر رګ کې د جذبو د اور بڅري چه په کوکو لاړ شي مړ احساس به دې ژوندي شي دزړګي د رنګينيو هم دې هوش د سترګو رپ کې د ښکلا تر اصل لاړ شي هم د ژوند په ماناپوي شې نو يو دم به درنه هير شي ټول ښارونه د ماڼيو.........
د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.