غزل
روښان چې مې وداسې
چاپیریال دی د غزل
موندلی مې د لمر په شانته
لال دی د غزل
سندرۍ به مې ګورې د
(شیدا) تر څنګ ولاړې
یوسف په شان ژڼکي مې
لوستی پال دی د غزل
پرون مې په زیارت کې ټولې
تاته دعا وکړې
خپل ځان لره مې کړی تش یو
سوال دی د غزل
بس زور د قناعت دی ګنې
توری به پرینږدم
زما په وس پوره خو هر
مجال دی د غزل
دا څوشپې چې ورک شوي دي
زمونږ د نښې ستوري
ورک شوی نو له ما هم ځکه
خیال دی د غزل
منم چې به کمکۍ وم د
سندرو په بهیر خو
مالوم راته هر سور او هر
یو تال دی د غزل
چې نوم دې غرنۍ (بلینډې)
لاړو تر ښارونو
کمال دې د نوښت دی که
کمال دی د غزل
پیښور ۲۴\۴\۲۰۰۵