غزل
په سره ټکه غرمه په
انتظار د سېوري لاندې
یو ښکلی شان ماشوم اوده
په لار د سیوري لاندې
راځه چې دا دنیا یو څو
شیبې کړو سره هیره
راځه چې هلته کینو لږ
قرار د سیوري لاندې
سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه
تیږه وه راخستې
پټ پټ و راروان لکه
لوټمار د سیوري لاندې
ضرور دی چې به دنګو جینکو
ته غلي ګوري
دا نن صبا د ژڼو نور څه
کار د سیوري لاندې
هغه د کلي مست د ژڼو سر
چې مساپر شو
ګونګۍ هره حجره او هر
بنډار د سیوري لاندې
ترې ډیرې نوې کوډې به
رازده کړم د سندرو
ارمان سره که کینمه یو
وار د سیوري لاندې