د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

غزل

چمبې په درځ وهي وايي سندرې جينکۍ
کشري په سر راغو کې کړي ګورګورې جېنکۍ

خرپا ېې وي د پلونو په تنګي کې څوک راخېژي
په شان شي د هوسيو ور ببرې جينکۍ

ما پام خو ډېر غلط کړ په ګودر چې تېرېدې نن
د مخ رنګ مې په خپله کړې خبرې جېنکۍ

په زړو لاسونه کېږدي چې د چېغې ډول شروع شي
منګي په ګودر هېر کړي شي اوترې جېنکۍ

ای خدايه پښتنې دي ته دې خپل نظر پرې وکه
په خېځو پسې تللي ډېرې لرې جينکۍ

چې بېا دې
بلېنډې مستې سندرې ورښودلي
له خولو به تويوي خود ملغلرې جېنکۍ

12-9-2004

د اغلې بلينډې "بدرۍ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.