کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل  شعرونه
 

پوښتنه



له درنو لوستونکو غواړمه بخښنه

زما ذهن کې ده دا یوه پوښتنه

پخوا هم دلته پښتون، تاجک، ازبک وو

دا هیواد ئې ؤ ساتلې له دښمنه

چې په خلکو کې سیاسي شعور پیداشو

هم پیدا شوه ځانځاني او ځان غوښتنه

له پنځه ویشت کالو غم کمبل هوار ده

د روسانو له تیرې نه بیا تر ننه

دا د وخت حاکمان ولې نه پوهیږي؟

لږ په زړه کړي د پرون وحشي ظلمونه

که پوهان او نا پوهان سره یو شوي

په ټوپک د خپل واک کوي ساتنه

ځنوځنو د ځانی ګټو لپاره

ړنګه بنګه او خراب کړه دا ټولنه

زه پوهیږم ته پوهیږې ټول پوهیږي

څوک کوي قانون ته ګواښ او ګوتڅنډنه

په تاریخ کې چې یو ځل آزمویل شوي

ډیر تاوان دی بیا هغو په آزموینه

دنګ بلډنګ او لوکس موټرې ځانته اخلي

ؤلږه، تنده ئې پر نورو پیرزویینه

مرګ او ژوبله، چور تالان په درز روان دی

ولې نه کیږي ددې کار مخ نیونه

پت، عزت د پیغلو نجونو لوټل کیږي

لا مونږ ګورو، ورته ناست یو لاس تر زنه

اوږده ږیره، سپین جامې ظاهرکې ګوره

ږیر خریلو سره ناست وې پټ دننه

په نیم زړه او ماته ژبه وائې ستا یم

مخګې شوې ستا رقیب سره ژمنه

که په لسو روپو څوک شي ستا ملګرې

بیا په شل تا خرڅوي ورته سودمنه

دا دنیا لکه آیینه داسې صفا ده

دی آیینه کې د هر مخ شي پیژندنه

د صادق او د خاین توپیر چې نه وي

په هغو کې به تل جنګ وي هم وژنه

پرونې قاتل، غاصب بیا چا راوستې؟

چا تړلې ورته دا پګړۍ سپینه؟

د وحشت د تورې لومې شهید څوک ده؟

ناهید پیغله وه تاریخ کې پاک لمنه

په بدن کې چې سرطان دانه پیدا شي

جراحي نه پرته نشته درملنه

د یتیم له سترګو اوښکې که چا پاک ګړې

هر افغان به د هغه کوي ستاینه

ګران هیواد به زمونږ هله بیا رغیږي

چې پردو په مونږ کې نه وی لاس وهنه

چا کړ وران افغانستان اوس ته ووایه؟

په ځواب دې (ضامن) کا له تا مننه

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.