د (مينه) مينه
که چا کیښود د خوشحال په پل قدم
دا به رسي خپل منزل ته هغه دم
تر مغلو پښتانه په توره ښه دې
دا لیکلی دي خوشحال پخپل قلم
د پښتو شمله خو هسکه تر شمشاد ده
نن پښتون دې را پریوتې له برم
رښتیانۍ مینه وړیا او بې بها وي
خو پښتو سره شوه مینه په درهم
دا لوړ غرونه د خیبر د تلو راتلو دي
کاشکې مینځ کې چې پروت نه وای دا تورخم
دا د خټو کټو کور ماته جنت دې
ور به ئې نه کړم د پاریس په جوړ ادم
په پرهار پرهار زړګې مې داسې لګي
دا د (مینه) هر یو شعر لکه مرهم
چې ما ستا په (مینه) هسې لږ ساه واخست
پردې نه ئې زما ورور ئې خورم قسم
چې (ضامن) ته دې له زړه (مینه) ډالۍ کړه
تا (مالک) ته له مالک غواړي کرم
یادونه: ښاغلی عبدالمالک (مالک) افریدی چې د خیبر پښتونخوا یو تکړه، وتلې او منلې شاعر دی چې خپله د (مینه) شعری ټولګه ئې
ماته ډالۍ کړیده ځکه مې دا شعر د (مینه) په ویاړ لیکلې دی.