انسان څه معنا
چې ئې په زړه کې مینه نه وي دا انسان څه مانا؟
په ځان چې نه وي خپلواک نو خپل ځان څه مانا؟
د څو پيسو لپاره ځان او بل انسان چې وژني
چې خبر نه وي له قرآن دا مسلمان څه مانا؟
ځان ته څه غواړې بل ته هم غواړه حدیث د رسول
چې ځانته غواړې بل ته نه بیا نو ایمان څه مانا؟
خائینان ګرځي خرمستیو کې نیشه او خمار
چې مظلومان په کې پراته وي دا زندان څه مانا؟
په دې ټولنه کې د ښه او بد تمیز نشته دی
قاضی صاحبه! وایه تله د میزان څه مانا؟
څومره چې بر دي څوک ختلي هومره لر پریوتي
د زور او زر کبر او غرور دا خاوندان څه مانا؟
پلار چې په زوی او ورور په ورور باندې باور نه کوي
تصدیق د زړه او هم اقراربااللسًان څه مانا؟
چې سور لښکر ته مو په سرو وینو ځواب ورکړې
نن بیا د هغو سره عهد او پیمان څه مانا؟
چنګیز، انګریز، روس او مغل ښه زور وهلې دلته
د شاه شجاع او د هغه به څیر شاهان څه مانا؟
چې جنګ سالار او بیسواد زموږ قانون جوړوي
(ضامن) وائې وکړۍ پرې ښه سوچ دا پارلمان څه مانا؟