افغانستان وايي
ایښی ئی په مخ راته د وینو سره خالونه دي
سره ډولۍ کې ناسته سور سالو سره مې لاسونه دي
چا زه خرڅه کړی په ډالر، ریال ، کلدارو یم
چا بیا پورته کړی د شرابو ډک جامونه دي
ناوې یم یوه خو مې پلرونه پوره لس تنه
جهیز کې راته ایښي ټانک ټوپک او راکټونه دي
ناوې یم یوه خرڅه شوی په اتو کسه
ځکه مې په وړلو کې سبا بیګاه جنګونه دي
ناوې نه یم مور یم ای بچیانو په ما څه کوی ؟
ولې لیوني شوۍ درنه ورک دا خپل ځانونه دي
مه راته مور وایه نه دې مور نه مې بچې ئی ته
ځکه ستا په غاړه غلامۍ تور ځنځیرونه دي
نر او ښځې ټول مې په توده غیږ کې لوی کړی یاست
ځنې شاه شجاه شول څوک سرتاج د تاریخونو دي
لاس به وي زما او تور ګریوان د ظالمانو بیا
خپل ورور ئي وژلې او وران کړې ئې کورونه دي
ټول بدن مې ژوبل او زړګی مې دې سورې سورې
شرق او غرب په وار راباندې کړي ګذارونه دي
لویه مې لمن تر بخارا، مشهد، جهلم پورې
ډیره نن ځوریږم چې مې غوڅ دا اندامونه دې
څه مې چې ساتلي په نړۍ کې ډیر ارزښت لري
تا ورباندې ایښې تر ټیپر کم قیمتونه دي
مور یم د هغه چې ئې د روس له ظلمه خلاصه کړم
سر ئې له ما جار کړ خو تاریخ کې لوړ سرونه دي
مور یم د هغه چې ئې پر ما ننګ او غیرت کړي
نه بخښم هغه چې ورته جوړ نن پیغورونه دي
تا که زه آباده په زړه ښاده او سر لوړې کړم
بیا تاته د مور تر قدم لاندې جنتونه دي
زړه د آسیا یم د (ضامن) زړه هم په ما کې دی
چا یو دردولي دردیدلي هغ زړونه دي