مارماهی
ویره له خدای او رسول نه کوې
څه ئې چې وي خوښه پخپل زړه کوي
پوهې، لیک او لوست ته ئي حاجت نشته
کار د حکومت په چل دوکه کوي
څه چې له چا وړې په رڼا ورځ
خپله آرام خوب بیا په شپه کوي
غله نه دي ښاغلي نازولي دي
هسې کله کله کار د غله کوي
غله ئې وي په مخکې شاته ئې مله روان
ډیر خراب کارونه د غلو مله کوي
وائي اوتې بوتې میډیا ګانو کې
نه له چا بیریږي نه پرده کوي
ځنې هم شته چې ځان پردې ګڼي
هم د افغانیت څخه توبه کوي
نه ځائیږي یو پڼه کې دوه پښې
یا به وزارت یا به جګړه کوي
سر لکه د مار لکۍ د کب لري
ماته وائې دا، تاته هغه کوي
هر څه به ترې لاړشي خو عادت نه ځي
لته وارول په شان د خره کوي
چا دي دا رواستي او پرې څه کوي؟
دا د «بوش» غویان دي پرې قولبه کوي
شرم او حیاً لاړه بې شرمي راغله
ځنې خلک فخر په پیسه کوي
نه مني دیني او مدني فانون
حج په پلمه ځي غلا په کعبه کوي
رنګ ئې د انسان خوي د حیوان لري
تل لکه لیوه په شان حمله کوي
وائې ساقي زه خو ګناه کار نه یم
شیخ چې عبادت به میکده کوي
مه خوره نور (ضامنه) د زړه وینې دی
روس په شان ارمان به امریکه کوي