کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل  شعرونه
 


کوږ بار


چې مو جوړ د پرمختګ قانون، مرام شو

د چنګیز، انګریز، او روس بیا ورته پام شو

د باروت لوګو کې لمر دلته ډوب شوی

په نړۍ ده رڼا ورځ پر مونږ ماښام شو

موږ خپل دین لا ښه نه وُ پیژندلې

چې راښکته پاس منبر څخه امام شو

ددنیا ماڼۍ ئې خوښې تر جنت دي

دافغان جهاد دا ځکه نن بدنام شو

که هر څو مُلا تبلیغ د اسلام وکړي

نه پخیږي چې مُلا یو ځلي خام شو

چې چا ژوند لهو و لعب کې وي تیر کړی

نن دښمن ته، دا بدمعاش وړ د انعام شو

لر او بر درومي ځانې ګټو لپاره

پروا نه کوي بې پته که ئې قام شو

د اغیار په لمسون وژني یو تر بله

هم په لټه کس نا کس د انتقام شو

«تر منزله کوږ بار نه رسي» متل دی

دې کاروان کې د کاږه بار بد انجام شو

وائې «هوښیاره مرغۍ دوه لومو کې نخلي»

هوښیار نخلی برابر که په دې دام شو

د زاهد او د ساقی کینه شوه ختمه

چې نصیب د دواړو ډک د میوُ جام شو

دا وطن به هغه ورځ ګل او ګلزار شي

چې هر څوک پوه په حلال او په حرام شي

په ساده الفاظو شعر (ضامن) لیکي

ځکه تورو په پییلو کې رسام شو

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.