د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
پښتو ژبه
زه يم پښتون او پښتو ژبه ناوکۍ جوړوم د ننګ په بيه ناوکۍ ته سره ډولۍ جوړ وم دادخوږې مور پښتنې يوه پښتنه ژبه ده کړم به يې پورته له زمين ورته پوړۍ جوړ وم دامې د پلار اودنيکه ميراث دی پاته ماته د پلار نيکه په ميراث نن ښکلې ماڼۍ جوړ وم داد پښتون د ننګ غيرت اود عزت نښان دی او لوړه شمله ورته په سرتړم پګړۍ جوړ وم د خزان باد ته به دېوال شم ځان به ټينګ کړم ورته ورته سايه به ده غرمې شم او سپرلۍ جوړ وم د پښتنې نازو اناقيصې به هېرې نه کړ م او د احمد شاه باباقيصونه به زولۍ جوړ وم پښتو به وايم په پښتو ژبه به وياړمه زه او د نوروژبونه پښتوته به څپلۍ جوړه وم مسکين کړه مړ خو دازړې جامې يې مه څېروه او څېری جاموته اصلزئ چې نن پټۍ جوړه وم
د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.