د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

پښتو ترانه
مونږه پښتا نه يو په نړۍ کښې جګ نښان لرو
فخر د افغان لرو - فخر د افغان لرو
وطن مو دی ناموس ناموس ساتو ښکلی ايمان لرو
فخر په اسلام لرو - فخر په اسلام لرو
مونږه پښتنې مور په سز نيو کښې تړلي يو
ښکليیې روزلي - يوښکلي يې روزلي يو
مونږه يې په خپلو پښتنې پيو لوی کړي يو
دنياته يې ښودلي يو- دنياته يېښودلي يو
ځکه په دعادې خپلې مور باندې ايمان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وينه دغيرت مو په  رګونو کښې ټوپونه کړي
دښمن ته اوازنه کړي- دښمن ته اوازونه کړي
مينه دوطن موننه زړونوکښې خوبونه کړي
داسې فريادونه کړي - داسې فريادونه کړي
ځکه قرباني په خپل وطن باندې هر ځوان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وطن مو نن دهر افغان بچي نه صداقت غواړي
داملي وحدت غواړي - داملي وحدت غواړي
داسې په خپل منځ کې دښمنيو نه نفرت غواړي
تېر وخت نه عبرت غواړي - تېر وخت نه عبرت غواړي
وايي  اصل زی  چې نن دجوړ وطن ارمان لرو
فخر په اسلام لرو -  فخر په اسلام لرو
 

د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.