د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل په ائينه دتخيل کې مې چې راشي دزړګي تياروکوټوکې مې رڼا شي دزړه هيلې مې کرارې شي راويښې وچې شونډې يې په ورووروپه خوځاشي زه دې شونډوخوځېدونه اظهارواخلم لکه وايي زه ددې دی به زماشي کوم منزل چې دطلب په لوري درومي يوه ورځ به حقيقت ورته سېواشي که کړي څومره پټ پټاني زړه کې مينه زړه چې دی لکه ماشوم خودبه رسواشي په ماشوم باندې سزادجرم نشته ځکه مينه کې بيازړه هم بې حياشي دښايست ځلايې مينه کېده نغښتې چې وي مينه ښايست ټول ځلاځلاشي مينه تل دحقيقت په کورښه ښکاري چې بهرشي ددې کوره دخنداشي طلب مينه حقيقت سره تړلي که يوهم شي ځينې کم نوردوه تباشي اصلزيه که داټول دې په نصيب شول دې منزل کې به جانان درته پيداشي
د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.