د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلی
مجنون وای لېونی وای په سحراکې ګرځېدلی
پناوای ترڅوغرونواودکلي نه جداوای
دخپل کلي دخلکونه په غلاکه ګرځېدلی
سرټيټ مې وای ګرېوان کې اوپه سوچ کې زنګېدلی
دفکرپه ټال ناست وای په هواکې ګرځېدلی
نه تهمت مې دچاوېلی نه دبل مې اورېدلی
ددې لوئې ګناه نه په توبه کې ګرځېدلی
رباب دأدم خان وای اومینه ددرخووای
يوسف غوندې په توردې زليخاکه ګرځېدلی
غيبت کړی دخپل وروره اوکمی کړی دتربوره
افسوس دی اصل زيه  په ژړاکه ګرځېدلی
١٣٨٤-٢-١٩

 

د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.